په هلمند کي د سیمه ایزو اوسیدونکي پر وړاندي د جګړي تر خطر د ماینونو خطر ډیر دي

راپور: جواد داوري

که څه هم دولت د ماین پاکي ټیمونه په سیمه کي کار کوي خو بیا هم کله نا کله پر کلیوالو د ماین چادوني رامنځته کیږي.

پرهمدي مهال د سیمي اوسیدونکي چي تازه خپلو کورونو ته ستانه سوي دي وايي تر هغو چي په بشپړ ډول اطمینان نه وي ورکول سوي په خپله سیمه کي ګرځیدای نه سي ځکه یاده سیمه کي شاوخوا درې کاله د حکومت او وسله والو طالبانو د جنګ کرښه وه زرګونه ماینونه د وسله والو طالبان ولوري ایښودل سوي دي.

پرهمدي مهال د هلمند امنیه قوماندان وايي د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو سره په لیدونو کي د وسله والو طالبانو پیغامونه هم ورته رسیدلي چي نور له جګړې ستړي دي غواړي د یو سرتاسري سولي له لاري جګړه پاي ته ورسوي.

په هیواد کي د سولي روانو خبرو خلک هیله مند کړي دي چي جګړه به پاي ته ورسیږي خو اندیښنه لري چی ددې سولي د ارزښت په مقابل کي افغانستان د یوه بل بحران سره مخ نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...