روزګانۍ بي وزلي میرمني وایي، دولت دي راسره د مرستو لړۍ وغځوي

راپور: اجمل وصال

دغه سلګونه راټولي سوي روزګانۍ ښځي چي د تیرو څو کلونو راهیسي د جګړو له امله د خپلو کورنیو پریښودو ته اړ سوي او مرکز ترینکوټ ښار ته راکډه سوي تیره ورځ ورباندي خوراکي توکي ویشل کیږي.

د خوراکې توکو دغه مرستي چي هري ښځي ته به ۵۰ کیلو غنم ورکول سي، د روزګان د پیښو پر وړاندي د مبارزي ریاست لخوا کیږي.

دیادي اداری مشر عصمت الله فیض وویل، په تعداد د ۲۵۰ هغو روزګانۍ میرمنو سره چي د وروستیو جګړو له امله بې ځایه سوي، د کور سرپرستي وردغاړي او بي وزلي دي، تیره ورځ ددغه ریاست لخوا ۵۰ کیلو غنمو مرسته ورسره کیږي.

فیض وایي، د اړمنو میرمنو سروی موده مخکي ددغه ولایت د ښځو چارو دریاست، ولایتي شورا د ښځینه غړي او د ښځو د حقونو د شبکي په ګډه ترسره کړي ده.

ریٔس ډاډ وښوده چي په راتلوونکو مرستو کي به هم د هغوی لاس نیوی کیږي.

بلخوا مرسته ترلاسه کوونکي ښځي له دولت او په ځانګړی توګه د پیښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست څخه خوښي دي چي تیره ورځ یې د هغوی سره د خوراکې توکو مرسته وکړه.

دوی وایي، زیاتو مرستو ته اړتیا لري، له خپلو سیمو د جګړ له امله را کډه سوي او دلته له ستونزو سره مخ دي.

روزګان کي وروستي څه کم دري کلنۍ جګړې د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ تر ۱۳ زره زیاتي کورنۍ هم کډه کولو ته اړ ایستل.

چي زیات شمیر یې اوس په مرکز ترینکوټ کي یې په سختۍ ورځي شپي تیروي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...