تیر کال په افغانستان کي ۱۲ امریکايي عسکر وژل سوي دي

د رسنیو د راپورونو له مخي تیر کال د امریکايي ځواکونو لپاره د وړم کال په پرتله خونړی کال و او ددغه هیواد ۱۲ عسکر په افغانستان کي ووژل سول.

په افغانستان کي دمګړی تر ۱۴ زره پوري امریکايي عسکر فعالیت کوي.

په افغانستان کي د میشتو امریکایي ځواکونو مطبوعاتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چي دوی تر ډیره د جګړي په ډګر کي په مستقیمه توګه فعالیت نه کوي نو ځکه یې د مرګ ژوبلي کچه د افغان ځواکونو په پرتله کمه ده.

امریکايي ځواکونو دا هم ویلي، چي یوازي دداعش او القاعدي ضد عملیاتو کي امریکايي ځواکونو په مستقیمه توګه برخه اخلي.

تیر میلادي کال بیا د افغان ځواکونو او عامو افغانانو لپاره خونړی کال و.

سره له دې چي دلته روانه جګړه بهرني اړخونه لري خو ټول تلفات یې افغانانو ته اوړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...