د ولسمشر د فرمان پر اساس له دې وروسته به ټول رسمي سندونه د ژباړي او تصدیق لپاره مرکز کابل ته وړل کیږي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار اوسیدونکي وايي، له هغه وروسته چي ولسمشر یاد فرمان صادر کړی، د حقوقي سندونو د ژباړي او تصدیق کولوپه برخه کي له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا دعدلې ریاست مسؤلین وايي،د یادي  ستونزي د حل لپاره یې هڅي پيل کړي.

د افغان ولسمشر د ۳۳۲ فرمان پر اساس له دې وروسته به ټول رسمي سندونه د ژباړي او تصدیق په منظور مرکز کابل، هرات او مزار شریف ولایتونو ته وړل کیږي.

تر دې وړاندي په ټولو ولایتونو کي اوسېدونکو کولای سوای چي رسمی سندونه له تذکیرې نیولي آن تر نکاح لیک پوري په خپلو ولایتونو کي په اسانۍ  او ارزانه بیه وژباړي او تصدیق کړي.

د کندهار ښاریان وايي، د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله نسي کولای مرکز کابل ته یوازي د یوه سند د ژباړي او  تصدیق کولو لپاره ولاړ سي.

په کندهار  کي شاخوا ۱۵ د ژباړي مرکزونه سته چي چي نژدې ۵۰ کسان پکښي په کار بوخت دي.

د رسمي سندونو ژباړونکي وايي، په کندهار کي د یوه سندترجمه یوازي څو سوه افغانۍ لګښت لري اما کابل ته د تګ پر مهال يې لګښت زرګونه افغانیو ته رسیږي.

د دوی په خبره د نوی فرمان پر اساس عام خلګ په ستونزو کي دي

بلخوا د کندهار دعدلې ریاست مسؤلین وايي، د یادی ستونزي د حل لپاره یې هڅي پيل کړي دي.

دکندهار دعدليې سرپرست ذبیح الله اخونذاده وايي، په نوي کال کي به د ولسمشر د فرمان پر اساس په مرکز  کي دتصدیق مدریت په نوم نوې ادارې په کار پيل کوي.

د ده په خبره دوی اوس پدې هڅه کي دي چي د نوی کال تر پيله د عدلې وزارت څخه اجازه تر لاسه کړي اوپه کندهار کي د خلګو رسمي صندونه تصدیق کړي.

د ولسمشر یاد فرمان د  عدلې وزرات  په رسمی جریده کي په ۴ فصلونو او ۲۲ مادو کي توشیح سوی دی.

د فرمان پر اساس به مرکز کابل کي به  د رسمي سندونو او ژباړي لپاره ځانکړې اداره پرانستل کیږي او همدارنګه به په ټولو زونونو کي څانګي هم ولري.

لدې لاري به حکومت یوه اندازه عواید هم ترلاسه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...