په کندهار کي د عامي روغتيا مسٔولين وايي، سوداګر بايد باکیفیته درمل او روغتيايي محصولات را وارد کړي تر څو د ناروغیو کچه ټيټه سي

راپور: مهتمم صالح

په کندهار کي د عامي روغتیا او د درملولو د خصوصي سکتور تر منځ د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د کندهار د عامي روغتيا رئیس عبدالقیوم پخلا وويل، د درملو او روغتيايي محصولاتو سوداګر بايد باکیفیته روغتيايي محصولات را وارد کړي.

د کندهار د عامي روغتيا رېیس وايي، هر کال ۱،۹ بیلیونه ډالره د صحت پر سکټور مصرفيږي، چي د دغه پيسو ۹۶ سلنه يې د عامو خلکو دي.

پخلا وايي، دوې ورځي مخکي د کندهار د عامي روغتيا رياست ۵۵ ټنه بې کيفيته درمل وسوځل، چي دا سوداګرو په خپل لاس خپلي شتمنۍ ته اور واچوی.

د افغانستان د درملو او روغتيايي محصولاتو ملي ادارې اجرایوي رئیس نورشاه کامه وال وايي، دا مهال په کندهار کي د درملو ۱۷۰ راجستر شرکتونه وجود لري، چي بايد نور غيري را جستر شرکتونه په قاچاقي ډول درمل را وارد نه کړي.

کامه وال وايي، اوس په کندهار کي د درملو د تشخص لپاره لوی لابراتوار جوړيږي.

بلخوا د کندهار د درملو د اتحاديې مسولين وايي، دوی هڅه کوي، چي شرکتونه پوه کړي تر څو باکیفيته درمل راوارد کړي تر څو هم خلکو ته ګټه ورسوي او هم د دوی درمل له منځه ولاړ نه سي.

 

دا مهال په کندهار ښار او ولسواليو کي ۲۱۴ روغتيايي مرکزونه او ۶۳۱ روغتيايي پوستې وجود لري.

مسولين وايي، روان کال ۱،۹ ميلیونه ناروغان دوی ته ورغلي دي، چي ۹۹ زره يې بستر کړي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...