دغه پیښه تېره شپه ۱۱بجي د میوند ولسوالۍ په جګروم سیمه کي رامنځته سوې.
د میوند ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د چهارشنبي په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وويل چي وسله والو طالبانو د ځمکي له لاري دوه کیلو متره تونل د شفق په نوم د ملي اوردو د یوې قرار ګاه داخل ته غځولی وو.
سرچینه زیاته وي چي وسله والو د یاد تونل له لاري په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه چي په چاودنه کي يې د پوځ پنځه تنه سرتیري وژل سوي او شپږ نور ټپیان سوی.
سرچینه وايي چي تر چاودني وروسته وسله والو د پوځ پر مرکز ډله ییز برید پيل کړی چي د سهار تر دو بجو پوري جګړې دوام در لود.
سرچینې زیاته کړه:”د ملي اوردو د شفق کمپ ته چي جګروم سیمه کي دی، وسله والو د ځمکي له لارې تونل کیندلی وو چې لومړی يې د دې تونل له لارې لویه چاودنه وکړه او وروسته يې د سقوط لپاره پراخ بریدونه وکړه، سیمي ته د پوليسو کمکي ځواکونه ورسیدل او وسله وال طالبان هم تلفات لري خو کره شمېر يې لا نهدی څرګند”.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی پېښه تائیده وي خو وايي چي جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په میوند ولسوالۍ کي تر دې مخکې هم د ملي اوردو پر مرکزونو بریدونه سوي، خو د پوځ یوه مرکز ته د ځمکني تونل کیندلو پېښه د خپل ډول لمړنۍ ده.
خپله وسله والو طالبانو پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون