یاده قول اردو وايي، په وژل سویو کي د طالبانو دوه قومندانان او د هغوی دوه ایراني جنګیالي چي یو یې ملا جندالله نومیږي، وژل سوي دي.
دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د هوايي عملیاتو، نښتو او په شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کي د اکمالاتي کاروانونو د تیرېدو پرمهال وژل سوي.
سرچینه وايي، په وژل سویو کي د طالبانو د نظامي کمیسیون یو مرستیال هم دی او د فعالیت ځای یې ویجاړ سوی دی.
په وروستیو کي له ایران سره د افغان طالبانو اړیکي ډېري سوي دي.
دا لومړی ځل دی چي د افغان طالبانو په لیکو کي د ایراني جنګیالیو د وژل کیدو خبر خپرېږي.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چي ایران وایي له طالبانو سره اړیکه لري.
تهران وایي د اړیکي موخه يې دا ده، چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو کي همکاري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون