د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په خپل کاري دفتر کي د احمدزیو شورا له یو شمیر غړو سره لیدلي دي.
د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپري سوې خبرپاڼه کي راغلي، په دغه کتنه کي د دې ترڅنګ چي په افغانستان کي د سولي پر راوستو او د افغانانو تر منځ د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټينګار وسو، ویناوالو د هیواد د ترقي او پرمختګ لپاره د ځوانانو روزنه او تعلیم او تربیه اړینه وبلله او په دغه برخه کي یې د حامد کرزي له بنسټ څخه ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمیني د برابرولو په برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړه چي د دوی دغه غوښتنه د پخواني ولسمشر له خوا په ورین تندي ومنل سوه او ورته د رسیدګي ژمنه یې وکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون