د یاد ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل چي دا امنیتي سرتیري تیره شپه د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ او د سرپل مرکز اړوند د روستای قشقري سیمو کي د طالبانو په بریدونو کي وژل سوي دي.
هغه وویل، تېره شپه اووه بجې وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالۍ کي د تېلو زخیرو نیولو په موخه برید کړی و چي له امله یې تر شلو ډېر ملي او سیمه ییز پولیس، ملي امنیت او محافظت عامه سرتیري وژل سوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
هغه وویل طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي، خو ده یې په اړه دقیق معلومات نه لرل.
په ورته وخت کي طالبانو بیا د سرپل ولایت د تیري شپې په جګړه کي د شااوخوا ۵۰ امنیتي سرتیرو وژلو ادعا کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون