د شپېتمې لسیزي په وروستیو کي نوموړي د امریکا پرمختللو څېړنو پروژې اژانس یوه برخه (Arpa) چلوله چې بیا ورته د (Arpanet) په نوم کمپیوټر د شبکې جوړولو دنده ورکړل سوه.
نوموړي انجینران وګمارل چي د سیستم د جوړولو لپاره سافټویر او هارډویر وازمايي.
ارپانیټ داسي ټکنالوژي جوړه کړې چي په مټ یې انټرنېټ جوړ سوی او لا هم کاریږي.
ډاکټر روبرټ د انټرنیټ د څلورو بنسټګرانو له ډلې یو دی. درې نور یې باب کان، وېنټ سیرف او لېن کلینراک.
د کیمیا پوهانو زوی ډاکټر رابرټ د خپل مور او پلار خلاف ټکنالوژي د خپلو زدکړو برخه ټاکلې وه.
رابرټ د شبکې د پرمختګ لپاره لومړني کاروونکي هڅول چي خپلو منځو کي ایمیلونه ولیږي چي د شبکې عملي چارې پیاوړي سي.
ارپانیټ په کال ۱۹۸۳ م کي د انټرنیټ لویي شبکې سره ورګډ او ددې شبکې یوه برخه سوه.
د ډاکټر رابرټ کورنۍ ویلي، هغه د ډیسمبر په ۲۶مه د زړه د حملي له امله مړ سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون