راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د سولي به اړه د ښځو لويه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د کندهار تر څنګ د کابل څخه د ښځو څوکسيزه پلاوی هم راغلی و.
په غونډه کي د کابل څخه د راغلي پلاوي په نمايندګي عایشې نورزۍ وويل، د دې غونډي موخه د سولي په روانو مزاکراتو او نورو پروګرامونو کي د ښځو ونډه او نظريات اورېدل دي.
نورزۍ وايي، دغه ډول غونډي د افغانستان د لومړۍ مېرمني رولا غني په هڅو په لاري اچول کيږي، چي په ۲۹ ولايتونو کي جوړي سوي دي.
په غونډه کي د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شنوارې وويل، په هيواد کي روانه جکړه پردۍ ده او بايد نر او ښځه د دغي جکړي مخه ونيسي.
ملالۍ شنوارې وايي، دوی داسي سوله غواړي، چي د ښځو حق پکښي خوندي پاته وي.
بل خوا د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وایي، افغان ميرمني د سولي تږي دي او نور نه غواړي چي خپل د کورنۍ غړي په جنګونو کي قرباني کړي.
منيب، له ښځوڅخه وغوښتل چي د سولي په برخه کي خپل ږغ نور هم پورته کړي، تر څو د سولي په روانو هڅو کي ميرمني هم ونډه ولري.
که څه هم د سولي په اړه ډېري غونډي سوي دي، خو ښځو ته پکښي ونډه نه ده ورکړل سوي، خو مېرمني وايي، تر هر چا په روانو جګړو کي دوی ډېري ځپل سوي دي او باید د سولي په پروسه کي ورته ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون