په روزګان کي د یوه خصوصي روغتیایي علومو انیستیتوت د۱۴۰ زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل سوه

راپور: اجمل وصال

دغه ازموینه د عامي روغتیا وزارت څخه د راغلي پلاوي لخوا د روزګان ولایت مقام کي د حقمل روغتیایې علومو د انیستیتوت د ۱۴۰ زده کوونکو څخه په داسي حال کي واخیستل سوه، چي په ازموینه کې به بریالي کسان ددغه وزارت لخوا رسمي اسناد او د کار جواز ترلاسه کړي.

روزګان کي حقمل روغتیایې علومو انیستیتوت دری کاله وړاندې فارمسۍ ، نرسینګ او قابلګۍ څانګو کي فعالیت پیل کړ، چي تردې مهاله یې ۱۴۰ نارینه او ښځينه فارغین ورکړي دي.

د  روزګان والي اسدالله سعید په دغه ولایت کي د روغتیایې کارکوونکو تشه هغه ستونزه یاده کړ، چي خلک ورسره مخ دي.

سعید وایې، اروزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چي زیات شمیر ډاکتران او قابلي د جواز پرته روغتیایي چاري ترسره کوي او د خلکو په ژوند لوبي کوي.

د عامي روغتیا وزارت څخه راغلي پلاوي او ددغه ولایت د ولایتي شورا استازي وایي، هیله لري فارغه سوي کسان د ولایت په لیرو پرتو سیمو کي د خلکو ستونزي هواري کړي.

دوی وایي، په دغه ازموینه کي بریالي سوي کسان به وکولای سي، د روغتیا په برخه کې سته ستونزه اتیا سلنه هواره کړي.

روزګان کي پر روغتیایې مسٔوولینو نیوکي دادي چي پر روغتیایي کارکوونکو کنترول او څارنه نه کوي او په سپینه چپنه کي د ډاکترانو په نوم سته قصابان په تيره چاړه خلک حلالوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...