د ارغستان اوسیدونکي وايي، مرکزي اداره دي دیادي ولسوالۍ امنیتي حالت ته خاصه پاملرنه وکړي

راپور: محمد یار مجروح

ددې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په ورستیو څلور میاشتو کي جګړې زیاتي سوي او وسله وال طالبان د ولسوالۍ څلور کیلومترۍ ته رارسېدلي دي.

بلخوا د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، د ناامنه ولسوالیو دامنیت د کنټرول لپاره پر خاص پلان کارکوي.

ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ کي پر ډیورنډ کرښه پرته نا امنه ولسوالي ده چي په دې ورستیو کي ورڅخه هره اونۍ د جګړې راپورنه اوریدل کیږي.

دد ې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په دې ورستیو کي نا امني زیاته سوې او طالبان د ولسوالۍ په څلور کیلومترۍ کي جنګیږي.

دوی له مرکزي ادارې غواړي تر څو په ارغستان ولسوالۍ کي د امنیتي کسانو شیمر زیات کړي.

پر همدې مهال د ارغستان ولسوال حاجي بشیر احمد د هیواد ته تلویزون سره د خبرو پر مهال  ومنل چي  په دې ورستیو کي دیادي ولسوالۍ امنیتي حالت ښه ندی.

دده په خبره له یوې خوا ارغستان ولسوالي له ډیورنډ کرښي سره پرته چې وسله وال له هغې غاړي په اسانۍ را اوړي اوله بله پلوه په یاده ولسوالۍ کي له لویه سره  نظامي قطعات کم دي.

بلخوا د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، د نا امنه ولسوالیو لپاره پر خاص پلان کار کوي.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي، د یو شمیر ولسوالیو د کنټرول لپاره پر خاص امنیتي پلان کار کوي، تر څو نا امنه سیمي د افغان ځواکونو له خوا تصفیه سي.

ارغستان دکندهار له زراعتي ولسوالیو څخه شمیرل کیږي.

پدغه ولسوالۍ کي د وچکالۍ تر څنګ روان امنیتي حالت هغه څه دي چي خلګ یې اندېښمن کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...