راپور: جواد داوري
د هلمند ولایت د مرکزي سیمو ترڅنګ په لیري پرتو سیمو کي هم ځايي اوسیدونکو اوس هڅي پیل کړي دي تر څو خپلي تړلي ښوونځیو بیرته فعاله کړي.
تیرکال هم د پوهني ریاست هڅه وکړه چي په باغران ولسوالۍ کي ښوونځي فعاله کړي خو هلته د ذهنیت د نشتون له امله ځايي اوسیدونکو يې مخالفت وکړ خو سږکال ځايي اوسیدونکي او قومي مشرانو خپله له حکومت څخه غوښتنه کړې چي ښوونځۍ ورته فعاله کړي.
باغران د لښکرګاه ښار څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومټره لیري د غور ولایت سره نژدې ولسوالۍ ده.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي، داچي روان کال د پوهني په نامه نومول سوي دي هڅي کوي تر څو په نا امنه سیمو کي د ښوونځیو خلاصیدو د پاره عمومي ذهنیت رامنځته کړي.
هلمند والي وايي، په لیري پرتو او نا امنه سیمو کي يې د روان له پیله شاوخوا ۷۸ نوي هغه ښوونځۍ چي د وسله والو طالبانو له لوري بند سوي وه د ځايي مخورو په همکاري خلاص کړي دي.
د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندي سیمو کي د ښوونځیو تر څنګ روغتیايي خدمات هم پلي کیږي او تر یو بریده رغنیزو پروژو ته هم د پلي کیدو اجازه ورکول سوي ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون