د ايران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر افغانستان ته راځي

د رسنیو د راپورونو له مخي عباس عراقچي به کابل ته راځي او دلته به له افغان چارواکو سره د افغان سولي په اړه خبري کوي.

سرچینه کاږي چي عراقچي به همدا راز د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ښه والي هم خبري وکړي.

دغه ایراني چارواکی داسي مهال افغانستان ته سفر کوي چي تېره اونۍ د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار هم افغانستان ته راغلی و. هغه دلته له افغان چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبري وکړي وي.

په ورته وخت کي طالبانو هم ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبري کړي دي.

طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ایران ته خپل سفر تایید کړی دی او په وینا یې په دې سفر کي د سولي او ځینو نورو مسایلو په اړه خبري سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...