د کندهار ولایتي شورا: د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسیدونکو ته ۵۰ ټنه حیواني غذا منظور سوې ده، خو دوی ته نه ده ورکول سوې

راپور: مهتمم صالح

دغه راز د کندهار د ولايتي شورا او فوايد عامي رياست وايي، پر سړکانو دي هغه موټران تګ راتګ نه کوي چي تر اندازې زيات بار يې ور اچولی وي.

د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال وويل، د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ خلک شکايت کوي، چي دوی ته د حيواني خوراکې ۵۰ ټنه منظور سوې وه، چي تر اوسه نه ده ورته رسېدلې.

د ولايتي شورا رئیس وايي، ولسوال او نورو مسولو چارواکو دغه حیواني خوراکه خرڅه کړې، چي د ولايتي ادارې په مرسته به يې بیرته دغه خلکو ته وسپاري.

دغه راز خاکرېزوال وايي، په کندهار کي پر سړکانو د ډېر وزن لرونکو موټرانو تګ راتګ لويه ستونزه جوړه کړې، او د سړکانو د خرابیدو لامل سوي دي.

دی وايي، ولايتي اداره او امنيتي ځواکونه دي د دغه موټرانو مخه ونيسي، تر څو د سړکانو د خرابیدو مخه ونيول سي.

بل خوا ولایتي شورا ته یو ځل بیا یو شمېر هغه کسان ورغلي وه چي له روزګان ولایت او نورو ولسوالیو څخه کندهار ښار ته را کډه سوي وه او شکایت يې کاوه چې د دوی پر نامه راوتلي مرستي دوی ته پوره نه رسیږي چي باید مسولین یې ږغ واوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...