راپور: اجمل وصال
د روزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسیدونکو له دولت څخه وغوښتل چي ورته پاملرنه زیاته، امنیت یې تامین او بشري مرستي ورته ورسوي.
ځایې اوسیدونکو دغه غوښتي ولسوالۍ ته ددغه ولایت د والي په ګډون د امنیتي مسٔوولینو د ورتګ پرمهال وکړي.
مرکز ترینکوټ ته په ۴۰ کیلومترۍ کي پرته چنارتو ولسوالۍ چي د تیرو څو کلونو راهیسي کلابنده او لویه لاره یې طالبانو تړلی.
د دولتي اکمالاتي د الوتکو په مرسته ترسره کیږي، خو هغه هم له خطر ډک.
د والي په توګه د اسدالله سعید لومړنی سفر چنارتو ولسوالۍ ته، هغه ولسوالۍ چي خلک یې له لوږي او نا امنۍ سره مخ دي.
ځایې اوسیدونکي له ورغلو چارواکو چنارتو ته د زیاتي پاملرني غوښتنه کوي او وایي، چي طالبانو ټولي اکمالاتي لاري پر هغوی تړلی او له بدحالت سره مخ دي.
د ولسوالۍ ولسوال او د ولایتي شورا استازي هم له ورغلو چارواکو غواړي چې د چنارتو روان بد حالت ته مثبت بدلون ورکړي.
نیوکه کوي چي ولایتي اداری له پامه غورځولي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسیدنه نه کوي.
د روزګان والي په چنارتو کې د خلکو سته ستونزي مني او په اړه اندیښنه هم ښیې.
محمد شفیق اسدالله سعید وویل، دې ولسوالۍ ته یې لومړی سفر هم ددې لپاره دي چي د خلکو ستونزي له نژدې وګوري او د حل لپاره یې پر لارو چارو خبرې وکړي.
والي وایي، دلته یې یوشمیر نور مسٔوولین هم راوستي، او ژمنه کوي چي په بیلابیلو برخو کي به پاملرنه وکړي.
دا یوازي چنارتو ولسوالۍ نه ده چي د مرکز ترینکوټ سره یې لویه لاره تړلی، بلکي ددغه ولایت د ټولو ولسواليو لارې د طالبانو په لاس کي دي او ځایې اوسیدونکي یې له ستونزو سره مخ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون