د راپورونو له مخي د پارلمان اکثریت چوکۍ د بنګلدیش ملي ګوند ګټلي دي.
شیخ حسینه ددغه ګوند مشره او د بنګلدیش لومړۍ وزیره ده.
نوموړې خپلو پلویانو ته د ټاکنو د ګټلو له امله مبارکي ورکړې ده.
بل پلو په بنګلدیش کي په پرونیو ټاکنو کي سخت اخ ډب هم رامنځ ته سوی دی.
راپورونه وایي چي د بېلو ګوندونو د پلویانو ترمنځ په اخ ډب کي تر ۱۷ پورې کسان وژل سوي دي.
د شیخ حسیني مخالفین بیا وایي، چي ټاکني عادلانه او شفافي نه وې او اوسني حکومت پکښي لاس وهني کړي دي.
تر اوسه د ټاکنو وروستۍ پایلي نه دي اعلان سوي خو لومړنۍ پایلي ښيي چي له ۳۰۰ پارلماني څوکیو اکثریت یې د شیخ حسیني ګوند ګټلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون