راپور: محمد یار مجروح
د یادي ولسوالۍاوسیدونکو د تیري ورځو د یوې غونډي پر مهال وویل چي نور له جګړې ستړي سوي او د سولي په برخه کي د ولایتي ادارې همکارۍ ته اړتیا لري.
بلخوا د سولي شورا مسؤلین وايي، د سولي له پروسې سره یوځای کېدونکو طالبانو ژوند به په امن کي وي.
د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډي پر مهال وویل چي حکومت دي د سولي په برخه کي د ولسوالیو له اوسیدونکو سره په ګډه کار وکړي.
دوی همدارنګه له ولایتي ادارې وغوښتل چي د یادي ولسوالۍ امنیت، زراعت او د روغتیا برخو ته دي خاصه پاملرنه وکړي.
دارغستان ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو همدارنګه پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چي عام خلګ نور له جګړې ستړي سوي او باید طالبان د سولي له پروسې سره یو ځای سي.
بلخوا د سولي شورا مسؤلین وايي، د سولي په برخه کي دعامو خلګو همکاري اړینه ده.
د کندهار د سولي شورا رئيس شیرمحمد حقیار د یادي غونډي پر مهال وویل چي هغه وسلوال چي غواړي د سولي له پروسې سره یو ځای سي، ژوند به يې په امن کي وي.
دده په خبره روانه جګړه دیني اړخ نلري او دواړه طرفونو ته افغانان وژل کیږي.
د یادي غونډي پر مهال د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب پر دیني عالمانو ږغ وکړ چي دسولي په برخه کي دي همکاري وکړي.
دی وايي، تر څو چي خلګ او حکومت له یو بل سره همکار نسي، بهرنیان دداخلي مخالفتونو څخه ناوړه استفاده کوي
دده په خبره همدارنګه د خلګو ستونزي د دولت سره د همکارۍ په مهال ښه حل کیدلای سي.
د کندهار د سولي شورا په ولسوالیو کي د عامه پوهاوي غونډي پيل کړي چي د یو شمېر کسانو په خبره لدې لاري به په جګړه کي ښکیل وسلوال له جګړې لاس واخلي او پر کور به کښېني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون