د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۲۶ تنه برید ملان له یوې نیمی میاشتي نظامي زده کړو وروسته فارغ سول.
د ملي اردو د روزنیز مرکز د تعلیم او تربيې مدیر او رئیس ارکان د یک شنبې په ورځ په دغه فراغت غونډه کي له فارغ سویو بریدملانو څخه وغوښتل، هغه څه چي یې دلته زده کړي باید په عمل کي يې ثابت کړي، د خلکو او هیواد خدمت په رښتني ډول تر سره کړي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۲۶ تنه برید ملان له یوې نیمی میاشتي نظامي زده کړو وروسته فارغ او سندونه یې تر لاسه کړل.
د ملي اردو د روزنیز مرکز د تعلیم او تربيې مدیر ډکروال حکیم الله عظیمي له فارغ سویو بریدملانو څخه په دنده کي د رښتنولۍ غوښتنه وکړه او سرتیرو ته یې په وینا کې وویل، هغه څه چي مو دلته زده کړي باید د دندي پر مهال یې په عمل کې ثابت کړي.
دغه راز د دغه روزنیز مرکز رئيس ارکان جګړن سکندر وویل، سرتیري د افغانستان اینده او جوړوونکي دي.
هغه زیاته کړه، هیواد يې څو لسیزو جګرو سخت ځپلی، خلک دردېدلي او په کار ده، چي په رښتني ډول او صادقانه خدمت وکړي.
دغه راز بریدملانو هم وویل، ښه روزنه یې تر لاسه کړې ده او پوهيږي چي د افغانانو سترګي دوی ته دي او دوی به د خلکو په ملاتړ له هیواد څخه دفاع کوي.
دوی وویل، دغه راز له ځوانانو څخه وغوښتل چې له ناوړه او غیرقانوني کړنو څخه دي لاس واخلي او د هیواد د ابادۍ لپاره دي د ملي اردو په لیکو کې ودریږي.
د ملي اردو له رونیز مرکز څخه د برید ملانو د فراغت دا ۵۲ دوره ده چې فارغیږي. په دغه رازنیز مرکز کې اوس مهال سلګونه سرتیري په نظامي زده کړو بوخت دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون