په تېرو ۱۴ میاشتو کي د چابهار له لارې ۱۲۰ زره ټنه توکي لېږدول سوي دي.
د ایران د بندرونو مسٔوول رسنیو ته په خبرو کي ویلي چي له دغه لارې تر ډیره غنم افغانستان ته صادر سوي دي او په وینا یې د لېږدول سوو توکو کچه ښيي چي چابهار بندر د پراختیا او قوت په لور روان دی.
دده په خبره له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسي له دغه بندر ۱۲۰ زره ټنه توکي افغانستان لیږدول سوي دي او دا د چابهار غړو ته ښه خبر دی.
محمد علي حسن زاده وايي، درې واړه هېوادونه هڅه کوي دغه بندر لا پراخ کړي او په دې توګه په سیمه کي د سترو اقتصادي او سوداګریزو تحولاتو سبب سي.
په ورته وخت کي هند بیا وایي چې دوی روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هر کال پنځلس میلیونه ټنه توکي صادروي چي د چابهار په فعالیدو سره به دغه توکي ټول د همدې بندر له لارې و لېږدول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون