د ترافیکي پیښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تیره ورځ ناوخته د لوګر مرکز پل علم اړوند د التمور په سیمه کي د ترافیکي پېښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزی وايي، چي پیښه د کرولا او هایلکس پیکپ ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته سوې ده.

احمدزی وایي چي په دغه پیښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.

احمدزي ویلي، چي د ټپيانو حالت نازک وو او د درملني په موخه کابل ته لېږدول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...