راپور: میلاد حمیدي
دوی وایي، د پرزه جاتو هغه کانټرونه چي له بهره راځي، ګمرکات یې د خپلو شخصي ګټو لپاره پر وړاندي خنډونه جوړوي.
هغوی زياتوي چي په ځلونو یې د ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو حکومت یې پر وړاندې بې تفاوته دی.
تورخم ښارګوټي کي په لویه کچه د موټرو د هغه پرزو سوداګري کېږي چي له بهرنیو هېوادونو واردیږي.
سوداګر يي وایي. له نږدې یوې میاشتي راهیسې یې ګمرکات تورخم ته د کانټرونو د راوړلو اجازه نه ورکوي او په یوه او بل نامه یې د غیري قانوني پيسو د تر لاسه کولو لپاره زوروي.
دوي وایي، مالي وزارت اړوند ادارې همغږی نه دي او همدا لامل دی چي ورځ تر بلې يې ستونزي زیاتېږي.
سوداګرو وویل د حکومتي چارواکو د ناحقه غوښتنو پوره کول یې له وس پورته دي او غوښتني دا دي چي د اقتصادي طرحو له عملي کیدل وړاندي دي د سوداګرو ستونزو ته رسیدګي وسي.
د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لار له امنیتي پوله هم سوداګر د خپلو اندېښنو وايي، او زیاتوي که دا ځل يې ږغ وانه ورېدل سي په مدني حرکتونو په لاس پوري کړي.
هڅه مو کړه د سوداګرو د ستونزو په تړاو د مالي وزارت او ننګرهار ګمرک نظر هم له ځان سره ولرو خو د پرلپسو هڅو سره سره بریالی نه سوو خو امنیتي چارواکي وایي د تورخم جلال اباد د امنیت ساتني برخه کي جدي دي او له لاري امنیت یې خوندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون