په کندهار کي د ملي سوداګرو له خوا د ۵۰ غریبو کورنيو سره د لمړنيو خوراکي توکو مرسته وسوه.
تجاران وايي، د دې مرستو موخه يې د سوداګرو تر منځ د غيریبوکورنيو سره د مرستي دود رواجول دي.
دوی د نورو سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چي د غريبو کورنيو سره مرسته وکړي، تر څو د سوال مخه ونيول سي.
دوی وايي، په دغه ولایت کي د برق نه شتون، د دې لامل سوی، چي ملي سوداګر فافريکې جوړي نه کړي.
بلخوا غريب هیوادوال هم د دې مرستو څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چي دې ته ورته نوري مرستي دي هم ورسره ورسي، تر څو د ژمي شپې په ارامۍ تيري کړي.
دا مرسته پر داسي مهال ويشل کيږي، چي په کندهار کي د خيرات غوښتونکو شمېر ډېر سوی، چي ويل کيږي زيات يې حرفوي سوالګر دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون