راپور: مهتمم صالح
د افغانستان د کرکيټ بورډ رئيس وايي، د دې جام راوړل کندهار ته د دې لپاره وه، چي ځوانان کرکټ ته تشويق سي، تر څو دغه جام د تل لپاره هيواد ته راوړي.
د جمعې په ورځ مازديګر کندهار ته له هرات ولايت څخه د ۲۰۱۹ ميلادی کال د کرکيټ نړوال جام راوړل سو.
دغه جام چي د دريو ورځو لپاره افغانستان ته راوړل سوی و، د پلازميني په شمول څلورو ولايتونو، باميان، هرات او کندهار ته يوړل سو.
د افغانستان د کرکيټ بورډ رئيس عزيزالله فضلي وايي، کندهار او نورو ولايتونو ته د کرکټ د نړوال جام د وړلو موخه یې په هيواد کي د کرکټ لا قوي کول دي، تر څو ځوانان وکولای سي، چي دغه جام دايمي هيواد ته راوړي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب له کرکيټ بورډ څخه مننه وکړه، چي دغه جام يې کندهار ته راوړی.
منيب وایي، يوازني څوک چي د خلکو په زړونو کي خوښي او خولو کي خندا راولي هغه د کرکټ ملي لوبغاړي دي.
ښاغلي منيب د هيواد پر ملي لوبغاړو ږغ وکی، چي لا هڅي وکړي، تر څو د ۲۰۱۹ ميلادي کال نړوال جام هيواد ته راوړي.
بل خوا د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي کفتان اصغر افغان وايي، د خلکو تشويق دئ، چي دوی ته انرژي ورکوي، تر څو لا هڅه وکړي او ښه وځليږي.
اصغر افغان وايي، د کرکټ لوبغاړي دي هڅه وکړي، تر څو ځان یو ځای ته ورسوي او پر ځان دي باور پيدا کړي.
له دغه جام سره د کرکټ د ملي لوبډلي پیاوړي لوبغاړي، اصغر افغان، سميع الله شنواری، ګلبدين نايب، نجيب الله ځدران، ميرویس اشرف، پخوانی کفتان نوروز منګل او نور راغلي وه، چي سلکونه ځوانانو او مینه والو يې ښه راغلاست وکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون