کورنيو چارو وزارت په کابل کي بهرنيو سفارتونو ته د خپلو کارکوونکو او پوليسو پر ورتګ بنديز لګولی دی

د کورنيو چارو وزارت مرستيال نصرت رحيمي د مرغومي په ٨ مه په خپله فېسبوک پاڼه کي ليکلي چي دغه پرېکړه د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پوليسو د برم او ساتني په موخه سوې ده.

هغه زياته کړې، د همدې اوونۍ له دوشنبې ورځي وروسته د دغه وزارت هیڅ کارکوونکی او پوليس د دې حق نه لري چي په کابل کي بهرنيو سفارتونو ته دننه سي.

د نوموړي په وينا، د اړتيا په وخت کي کولای سي د خپلو اړوندو ادارو رهبري او يا هم د جاسوسۍ ضد ادارې د خپلو ستونزو د حل په موخه خبري کړي.

رحيمي ويلي، همدارنګه د کورنيو چارو وزارت هېڅ نظامي او  ملکي کارکوونکی نه سي کولای چي بهرنيو سفارتونو ته د خپلواکۍ ورځو په موخه، ملي، شخصي محفلونو ته او هر ډول ناستو پاستو ته ولاړ سي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د دې پرېکړې له سرغړوونکو سره به جدي قانوني برخورد وسي.

د يادوني ده، د کورنيو چارو د وزير په توګه د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح تر ټاکل کېدو وروسته ځينې مهمي پرېکړي کړي دي.

پرون وزارت ويلي چي هیڅ منسوب دې له پوليسي جامو او وسلو سرہ د ودونو، شیریني خوریو او فاتحو په مراسمو کي ګډون نه کوي او هم دې له کورنيو سره د پېر او پلور په موخه بازارونو ته نه ځي.

دغه راز تر دې مخکي دغه وزارت پوليسو ته دا لارښوونه هم وکړه چي له رسنيو سره د معلوماتو له شريکولو او هم په رسنيزو بحثونو له شرکته ډډه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...