د دفاع وزارت نوی ټاکل سوی سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، طالبان به د سولي خبرو ته چمتو کړو

د دفاع وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، دوی (پوځ) د سولي پروسې پوره ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چي په دې برخه کي ورترغاړي مسٔوولیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي دا څرګندوني نن په رسمي توګه د خپلۍ معرفۍ په مراسمو کي د خبرو پر مهال کړي دي.

هغه ویلي، پوځ د سولي پروسې پوره ملاتړ کوي که څوک سولي ته تیار نه سي نو د سوک په زور به یې حاضر کړي.

خالد ژمنه وکړه چي نور به په پوځ کي قومي ارزښتونه ځای ونه لري او استعدادونو ته به لومړیتوب ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چي نور به افغان ځواکونو ته پر وخت مرستي رسیږي او کورنیو ته به یې هم پوره پاملرنه وسي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي د سولې خبري په چټکۍ مخ ته رواني دي او د سولي لپاره د امریکا ټاکل سوي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه له طالبانو سره خبري کړي او ویلي یې دي چي ژر به یوې پایلي ته ورسیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...