د کوزي پښتونخوا ملتپال عوامي نیشنل ګوند وايي چي د سولي په خبرو کي د افغان حکومت له نظره غورځول به لويه تیروتنه وي.
دغه څرګندوني د دغه ګوند مرکزي غړي او د اطلاعاتو او فرهنګ مسٔوول ميا افتخار حسين پرون په پیښور پوهنتون کي د باچا خان مرکز له خوا د افغان سولي په اړه يوه سيمينار ته کړې دي.
هغه په ډاګه کړې چي د افغان حکومت له ګډون پرته د سولي خبري به هېڅکله بريالۍ نه سي.
نوموړی دغه څرګندوني په داسي حال کي کوي چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي نېغ په نېغه خبري رواني دي او ويل کیږي چي د اماراتو په ناسته کي طالبانو د افغان حکومت له پلاوي سره له ليدو انکار کړى و.
ميا افتخار حسين ويلي چي له افغان حکومت پرته د سولي خبري پر مخ وړل به د پخوانيو ناکامو تجربو تکرار وي.
هغه د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې چي هېڅکله يې خپلواکه او بې پري بهرنۍ تګلاره نه لرله او ټينګار يې کړی چي خپلواکه بهرنۍ تګلاره د پاکستان او ګاونډيانو په ګټه ده.نوموړي افغان سولې ته په اشارې سره ويلي، دا خبرې هغه مهال بريالۍ کېداى شي چې اړوند خواوې رښتيني وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون