د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د یوشمېر سیاسي ګوندونو له لوري په ټاکنیزو کمېسیونونو کي د اصلاحاتو له غوښتني وروسته نړیوالي ټولني هم له ټاکنو کمېسیون سره خپلي مالي مرستي ځنډولي دي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وایي، نړیوالي ټولني ته یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودجې طرح وړاندې کړه وه خو د ناڅرګندو دلایلو له امله یې کمېسیون ته د بودجې له ورکړي انکار کړی.
د نړیوالي ټولني له لوري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودجي ردېدل داسي مهال دي، چي یوشمېر سیاسي ګوندونه وایي، د ټاکنو کمېسیون اوسنی تشکیل د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو توان نه لري.
په ورته وخت کي د ټاکنو کمېسیون وایي، د کابل ولایت د رایو بیا شمیرني پروسه بشپړه سوې او تمه ده چي راتلونکې اونۍ يې پایلي اعلان سي.
خو ټاکنیزو شکایتونو کیمسیون وایي، د کابل په ګډون د ۳۳ولایتونو د ټاکنو په تړاو یې دوه زره شکایتونه ترلاسه کړي چي پر لومړنیو پایلو به اغیز وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون