راپور: محمد یار مجروح
ددې جګړې قربانیان وايي، په افغانستان کي د روسانو پر ضد جګړې څخه همسایه هیوادونو ناوړه ګټه پورته کړه.
شاوخوا څلویښت کلونه مخکي د جدې پر شپږمه روسي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ د جګړې د قربانیانو کلی دی چي ډیری يې د روسانو پر وړاندي دافغان جګړې د وخت قربانیان دي.
دوی وايي، د خپل دین او خاوري د دفاع لپاره د روسانو د یرغل په مقابل کي په اتلولۍ سره جګړه وکړه خو له افغانانوسره د نړۍ له لوري له کیدونکو مرستو څخه لویه برخه پاکستان د خپل ځان په ګټه استعمال کړه.
څو ورځي وړاندي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپاره سوو اسنادو کي راغلی چي پاکستان دافغانستان د جهاد له برکته اټومي ځواک سو.
یو شمیر کسان وايي، د روسي ځواکونو یرغل په افغانستان کي د څلویښت کلنۍ جګړې پيل بولي.
دوی وايي، د شوروي ځواکونو دوتلو وروسته خپل منځیو جګړو نور هم زور واخیست.
که څه هم روسي ځواکونه په افغانستان کي له لس کلني جګړې مقاومت وروسته ماته وخوړه خوپه افغانستان کي يې دتل پاتي کورنۍ جګړې چي قربانیان یې خپله افغانان دي، بنسټ کښېښود.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون