راپور: محمد یار مجروح
ښاریان وايي، دوه ساعته برېښنا د شپې له لوري ورکول کیږي چي دوی ورڅخه سمه استفاده نسي کولای.
بلخواد د برېښنا مسؤلین دخلګو ستونزي پر ځای بولي او وايي، ډیر ژر به یې د حل لپاره لاس په کار سي.
دکندهار ښاریان وايي، په ۲۴ ساعته کي ۲ ساعته برېښنا ورکول کیږي.
دوی وايي، دوه ساعته برېښنا هم د شپې پر مهال ورکول کیږي چي دوی ورڅخه سمه استفاده نسي کولای.
ښاریان د برېښنا له مسؤلینو څخه غواړي چي د برېښنا وخت زیات کړي او دوی ته دي د ورځي پر مهال برېښنا ورکړي.
بلخوا د کندهار دبرېښنا مسؤلین دخلګو ستوزي مني او وايي، د ستونزي د حل لپاره لاس په کار سوي دي.
د کندهار د برېښنا رئیس امان الله فاروقي وايي، دا پريکړه د هلمند د برېښنا دځايي مسؤلینو له لوري سوې چي ولسوالیو ته د ورځي او ښارونو ته د شپې پر مهال برېښنا ورکړي.
دده په خبره لدې وروسته به ښارونو ته د ورځي او ولسوالیو ته د شپې پر مهال برېښنا ورکړي.
د برېښنا مسؤلین وايي، په کجکي بند کي اوبه کمي سوي او د برېښنا توبینان به یو ځل بیا وردوي.
مسؤلین زیاتوي چي دکندهار ښار د برېښنا د اساسي حل لپاره د سولر برېښنا کار بشپړیدونکی دی او تر راتلونکو دوو میاشتو به کندهار ښار ته د سولر برېښنا ورسیږي او همدارنګه به د صنعتکانو تړلې فابریکي بیا فعاله سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون