د روزګان لويي لاري مسافر وايي، د یادي لاري د رغولو چاري له تیرو لسو ورځو راهیسي په ټپه ولاړي دي

راپور: محمدیار مجروح

د یادي لاري مسافر وايي، د  روزګان لاره ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي ده او ډیری وخت يې سفر له ستونزو سره مخ وي.

بلخوا د کندهار د فواید عامي مسؤلین وايي، د امنیتي ستونزو له کبله د یادي لاري د رغولو چاري ټکنۍ سوي دي.

د کندهار ـ  روزګان لویه لار چي مسافر ورباندي د څلورو  ساعتونو پر ځای ۹ ساعته مزل کوي.

ددې لاري د رغولو چاري له تیرو لسو ورځو راهیسي په ټپه ولاړي دي.

د رزګان د لويي لاری مسافر وايي، یاده لار ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي ده چي دتګ راتګ پر مهال یې سفر له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

مسافر د کندهار له ولایتي ادارې غوښته کوي چي دیادي لاري درغولو چاري دي په چټکۍ بیا پيل کړي.

بلخوا د کندهار دفوایدعامې مسؤلین وايي، د امنیتي ستونزو له امله دیادي لاري د رغولو چاري ټکنۍ سوي دي.

د کندهار د فواید عامې رئيس انجنېر محمدصابر احمدزي هیواد تلویزیون ته وویل، چي له تیرو لسو ورځو راهیسي د یو شمیر امنیتي ستونزو د ارزګان د لاري د رغولو چاري ټکنۍکړي دي.

دده په خبره که امنیتي مسؤلین پدې برخه کي همکاري وکړي د یادي لاري د رغولو چاري به چټکي کړي.

دکندهار ـ ارزګان لویه لار د خرابوالي تر څنګ له امنیتي ستونزو هم خالي نده.

په دغه لار وسلوالو طالبانو څو ځله حکومتي چارواکي او عام خلګ د لاري په اوږدو کي له موټرو کښته کړي او له ځان سره یې وړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...