د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پر افغان سوله خبري کړي دي

 د راپورونو له مخې دواړو لوریو دغه راز په دې لیدنه کي د سیمي پر وضعیت په تیره بیا د سولي او روغي جوړي پر پرمختګ او څرنګوالي هم بحث کړی دی.

پاکستان وروسته له هغه ظاهراً د افغان سولي په تړاو هڅي پیل کړي دي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په لیږلي لیک له یاد هیواده د افغان سولي برخه کي د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا په داسي حال کي ده چي چین هم په دې وروستیو کي له پاکستانه غوښتنه کړې چي د افغان سولي برخه کي ریښتیني هڅي او همکارۍ وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...