د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د وخت او څرنګوالي په اړه په ټول هیواد کي د اجماع پر رامنځ ته کیدو کار روان دی، خو ښايي د نوم لیکني موده وغځول سي.
ددغه کمیسیون په خبرپاڼه کي راغلي، چي نوم لیکنه د جدي په لومړۍ نېټه پیل سوي ، خو تر دې دمه هیڅ نوماند د نوم لیکني لپاره نه دی ورغلی.
ټاکنو کمیسیون وایي چي د رواني میاشتي تر ۱۲مي به د نوم لیکني پروسه په نورماله توګه روانه وي، خو تر هغه وروسته به د کمیسیون پرېکړي ته په کتو دغه موده غځول کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ددې لپاره چي د نوماندانو لپاره د سلا مشورو زمینه برابره سي او دوی وکړی سي چي د نوم لیکني شرایط پوره کړي نو ښايي د نوم لیکنې موده وغځول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون