راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي بای پاس، نورزو شابرج او د ده خواجي هغه سړکونه دي چي له تیرو لسو کلونو راهیسي يې حکومت د اساسي جوړلو لپاره ندی لاس په کار سوی.
خلګ وايي، حکومت ددې پر ځای چي بای پاس ورغوي د ښار له فرعي سړکونو څخه د لویي لاری کار اخلي نو مجبوره سوي تر څو د ښار د مینځ لاري د لویو باروړونکو موټرو پر مخ وتړي.
بلخوا د کندهار ولایتي شورا وايي، ولایتي اداره دي د خلګو اساسي پروژو ته لومړیتوب ورکړي.
د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايي، ښاروالۍ دي د ښار په منځ کي لومړی هغه سړکونه په اساسي ډول روغوي چي ورته اړتیا ده.
بلخوا ولایتي اداره د تل په څیر وعده کوي چي یاد سړک به ژر ورغوي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب دخلګو ستونزي مني او وايي، ډیر ژر به د یاد سړک د جوړلو چاري قراردادي شرکت ته وسپاري.
دده په خبره تر څو چي د لویو باروړونکو موټرو لپاره عمومي بای باس جوړیږي اړینه ده چي د ښار له سړکونو څخه کار واخستل سي.
تر دې وړاندي هم د کندهار ولسي خلګو د بای پاس سړک د زیات خرابولي له امله د لویو باروړونکو موټرو په مخ تړلی وو.
دکندهار ولایتي اداره هر کال د خراب سوو سړکونو د رغولو وعدې ورکوي خو د اساسي کار لپاره يې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي جدي اقدام ندی سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون