د کندهار د کډوالو چارو رئيس وايي د ګاونډي ولايتونو او د کندهارد لیري پرتو ولسواليو څخه هره ورځ لسګونه کورنۍ د جګړو او وچکاليو له امله بې ځايه کيږي او کندهار ښار ته راځي چي ددوى لپاره يې ځاى پر ځاى کول يو ستونزمن کار دى .
په ورته وخت کي له بيلا بيلو ولايتونو څخه بې ځايه سوي کسان وايي، د ژمي په سړه هوا کي د سرپناه د نشتون له امله تر شنه اسمان لاندي شپې ورځي تيروي او له دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي .
دوامداره جګړې او وچکاليو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي دي او هره ورځ خلک بې ځايه کيږي چي د ژوند کولو هيڅ اسانتياوي نه لري .
د ګندهار د کډوالو او راستنيدونکوچارو رئيس وايي د روان کال په اوږدو کي هره مياشت تر سلو پوري کورنۍ له فراه ، هلمند ، زابل ،اروزګان او د کندهار د لري پرتو ولسواليو څخه د کندهار ښار ته راځي چي دوى نشي کولاى ټولو ته پر وخت مرستي ورسوي .
هغه وايي چي اوس يې د ٤٤١ کورنيو سروې کړې ده چي د خوراکي توکو تر څنګ به ژمني توکي هم ورته وويشي .
هغه همدا راز وايي چي د سې شنبې په ورځ پاکستان هم تر سلو پوري کورنۍ په زور له خپل هيواد څخه ايستلي وې چي دوى يې د ثبولو په پروسه بوخت دي .
په ورته وخت کي دغه بې ځايه سوي کسان وايي چي په سيمه کي يې جګړې وي نو ځکه له خپلو کورنو وتلي دي او په کندهار ښار کي له سختو ستوزو سره مخ دي .
دوى وايي، چي نه د اوسيدو ځاى لري او نه هم د ژوند کولو لپاره ورته نور امکانات برابر سوي چي له دولت او مرستندويه ټولو څخه د مرستي غوښتنه کوي.
ددې ولايت د کډوالو چارو رياست وايي تر اوسه يې د بيرته راستانه سويو او بې ځايه سويوکورنيو کره شميره نده معلومه کړې خو جګړو او وچکاليو ته په کتو به دغه شميره زياته سي چي دوى په دې اړوند له مرستندويه ټولو سره په خبرو بوخت دي تر څو له وړاندي لا ورته امکانات برابر کړي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون