راپور: اجمل وصال
دغه سلګونه نارینه او ښځینه زده کوونکو ته شپږ میاشتي په بیلابیلو برخو کي حرفوي زده کړي ورکول سوي چي نن یې د فراغت مراسم وه.
د روزګان والي اسدالله سعید د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو له وزارت څخه مننه وکړه، چې په دغه ولایت کې سلګونو زده کوونکو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستی و.
والي وویل، داچي دغه ولایت کي د بې روزګارۍ کچه زیاته ده نو دغه ډول مرکزونه د خلکو لپاره زیات اړین دي.
د روزګان کار ټولنیزو چارو ریاست مشر فضل الرحیم وویل، دغه ریاست په مرکز ترینکوټ کي په پنځو بیلابیلو برخو کې شپږ میاشتني مرکز پرانیستی و، چي پکښي ۲۵۰ تنه نارینه او ښځینه و برخه اخیستی وه او نن پای ته ورسیده.
نوموړي وویل، په دغه مرکز کې د موټر او موټرسایکل ترمیم او وریرینګ ، کمپیوتر او مبایل جوړیدو، غالۍ اوبدلو، او ګلدوزۍ په برخه کې شپږ میاشتي زده کړي ورکول سوی.
غونډه کې راټول سوي نور مسوولین هم فارغه سوي زده کوونکو هم له مسوولینو غواړي چې دغه ډول زیات پروګرامونه ورته په لاره واچوي.
تردې وړاندې هم په دغه ولایت کې د بیلابیلو حرفوي زده کړو له مرکزونو څخه ګڼ نور زده کوونکي هم فارغه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون