د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي نن له غرمي مخکي په ګلخاني ماڼۍ کي خپل حضور ته ومانه.
په دغه کتنه کي دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولي پروسې او د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کي یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون