راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د کار او ټولنيزو چارو رياست د حرفوي زده کړو د مرکز څخه ۱۹۲ نارينه او ښځينه د بیلابیلو حرفوي زده کړو څخه فارغه سوه.
د یاد مرکز مشر حبیب الله جیلاني وايي، د حرفوي زده کړو په مرکز کي زده کوونکو ته د بیلابیلو حرفو اړوند نظري او عملي زده کړي او همداراز د کار جواز ورکوي او ورته د کار زمینه هم برابریږي.
جيلاني وايي، دا کسانو تر شپږو مياشتو نظري او عملي زده کړو وروسته په شپږو برخو کي حرفوي زده کړي کړي دي، چي خياطي، ګلدوزي، مبايل جوړوني، د برق لین کشي او نور کسبونه پکښي شامل دي.
دغه کسانو ته د ډاکار مرستندویه ادارې په مالي لګښت د حرفوي زده کړو زمینه برابره سوې ده. د دغه موسيسي د پروګرامونو مسٔول وايي، دوی دغه زده کوونکي تعقبوي او ورسره مرسته کوي تر څو دوی خپل کارونه په سمه توګه تر سره کړي.
بلخوا فارغ سوي کسان هم د دغه زده کړو څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چي دولت او نړوالي مرستندويه ادارې دي دي ته ورته نور روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي تر څو د غربت مخه ونيول سي.
د حرفوي زده کړو مرکز مسولین وايي، د تیرو څلورو کلنو په لړ کي يې شاوخوا ۷ زره کسان د پیپ کارۍ، سولرسیسټم، موبایل جوړوني، نجارۍ، خرادۍ، برق جوړني، فلزکارۍ، کالیو جوړول او ورته نورو اړینو حرفو کي روزل سوي، چي ۶۰ سلنه کسانو ته د دوئ لخوا د کار زمینه هم برابره سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون