پاکستان د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو هرکلی کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړي هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې چي دا پرېکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي مخامخ خبري لا اسانه کولای سي. قریشي ویلي، پاکستان د افغان سولي برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکوي او زیاتوي، دوی ځیني طالب بندیان ځکه له بنده ازاد کړل چي د سولي خبرو ته اسانتیاوي برابري کړي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره اونۍ د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره په ابوظبۍ کي وکتل، چي خبري یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د طالب بندیانو پر خوشي کولو او د جګړو پر مهال د ملکيانو پر خوندیتابه متمرکزي وې.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...