د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تېره شپه رسنیو ته په استول سوي پیغام کي ویلي دي چي ځان وژونکي غوښتل د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي خو د ملي امنیت ځواکونو يې مخه ونیوله او بریدګر په وارخطايۍ کي ځان ته چاودنه ورکړه.
د ښاغلي سیال په وینا، په چاودنه کي یوازې ځانمرګی وژل سوی دی.
د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون