ترکیه وايي، له افغان پوځ سره به یې د روزني او مشورې په برخه کي مرستي رواني وي

د ترکیې ددفاع وزیر خلوصي اکار د هیواد د ملي دفاع له وزیر سره د لیدني پر مهال ویلي چي ترکیه د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړه ده.

دده په خبره ترکیه به د افغان ځواکونو د مشاورې او روزني په برخه کي همکاریو ته ادامه ورکوي.

د هېواد ملي دفاع وزیر طارق شا بهرامي هم په بېلو برخو کي د ترکیې له همکارۍ مننه کړې ده.

دده په خبره ترکیه او افغانستان ښه ملګري دي او په بېلو برخو کې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په سته اړیکو کي پراختیا رامنځ ته سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...