ولسمشر غني د خوشحال خان خټک په علمي او څېړنیز سیمینار کي وویل چي افغان حکومت به په نږدې راتلونکي کي د یو بل کلاسیک افغان شاعر حمید مومند د قبر د تعمیر کار پیل کړي. نوموړي دغه راز مالیې وزارت ته هدایت ورکړ چي په پیښور کي دي په افغان بلډنګ کي یو فرهنګتون ایجاد او هلته دي د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وکړي.
هغه زیاته کړه دلته د افغانستان له علومو اکاډمي او نورو ادارو هم غوښتنه کوي چي تر دې وروسته د پښتونخوا او کوټي د سیمو د لیکوالو او ادیبانو د اثارو په چاپولو کي فعاله ونډه واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون