د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي خلکو ته ډاډ ورکړ چي د راروان مالي کال له پیله به په دولتي معاشونو کي تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راسي.
خو ښاغلي مسجدي وویل، د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو معاشونه چي له اندازې زیات دي، کمیږي.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخي دا طرحه د خلکو د اقتصادي ژوند د ښهوالي لپاره برابره سوې چي تر اوسه په مطلق ډول د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تصویب سوې نهده، خو تر راتلونکي مالي کال به بشپړه او پلې سي.
دغه وزارت وايي چي یاده طرحه کابینې ته هم وړاندي سوې، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه په بشپړ ډول نهده تصویب سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون