امریکا: په افغانستان کي خپل مشروط نظامي حضور ته ادامه ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددوی ځواکونه په افغانستان کي مشروط حضور لري او تر هغه چي ترهګري ډلي نه وي ختمي سوي خپل هیواد ته نه ستنېږي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په اماراتو کي د امریکا او طالبانو د وروستۍ لیدنې په اړه خبریالانو ته ویلي چي دغه خبري مثبتي وې او هیله لري چي په افغانستان کي روانه جګړه د خبرو له لاري حل سي.

دده په وینا د امریکا ستره موخه دا ده، چي په افغانستان کي روان تاوتریخوالی پای ومومي او تر څنګ یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي دخبرو زمینه برابره سي.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه به طالبانو ته د امریکا جواب څه وي، خو وایي تر هغه چي افغانستان ته امنیت نه وي راغلی ددوی ځواکونه به هم حضور ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...