مشرانو جرګه وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولي روان مذاکرات باید بین الافغاني وي

 

 سناتوران وايي، چي له وسله والو طالبانون سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي غوښتني او وړاندیزونه مبهم دي او د سولي مذاکرات باید له افغانانو سره په همغږی ترسره سي. سناتوران د سیاسي احزابو له لوري د سولي مذاکراتو لپاره جوړ سوي بورډ ته په اشارې وايي، چي حکومت باید د سولي په روانو هڅو کي سیاسي اخزابو ته ونډه ورکړي او هغه احزاب چي په دواړو غاړو کي له پوره نفوذ برخمن دي کولای سي د سولي په برخه کي اغیزمن تمام سي.
د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي چي له وسله والو طالبانو سره روان مذاکرات باید بین الافغاني وي او د سولي خبري باید د افغانانو په مشرۍ ترسره سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...