طالبانو د یوې تازه خبرپاڼي په خپرولو سره په ابوظبۍ کي د رواني غونډې په اړه د رویټرز اژانس هغه راپورونه جعلي بللي چي ویلي یې وو طالبانو له خلیلزاد سره خبرو کي په مشروط ډول شپږ میاشتني اوربند ته غاړه ایښې ده.
د یادي ډلي د ویاند له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، رویټرز خبري اژانس په متحده عربي اماراتو کي د دوی د استازو او امریکایي لوري ترمنځ د ناستي په تړاو له پرونه راهیسي غلط او جعلي راپورونه خپروي.
خبرپاڼه کاږي، په ابوظبۍ کي له امریکایي لوري سره د اشغال او امریکایي مداخلي د پای ته رسیدو په تړاو خبري رواني دي، هلته نه د موقت حکومت، نه د اوربند، نه د انتخاباتو او نه هم د نورو داخلي موضوعاتو په اړه خبرې کیږي؛ بلکي امریکایي اشغال د بحث محور دی.
سرچینه زیاتوي، د مجهولو سرچینو په حواله په دې تړاو جعلي راپورونه چي د رویټرز اژانس له خوا خپریږي ټول استخباراتي اړخ لري.
خبرپاڼه کي دغه راز راغلي چي د ابوظبۍ غونډه روانه ده او تفصیلي جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون