راپور: مهتمم صالح
د کندهار د کډوالو چارو او مهاجرينو رياست لپاره نوی رئیس دوست محمد ناياب په رسمي ډول د ولايت مقام د مرستيال اغالالي دستګيري له خوا د دغه ریاست مامورینو ته وروپېژندل سو.
ښاغلي دستګيري د مخکني رئيس محمد رحيم رحيمي هڅي هم وستايلې او د دغه رياست له مامورينو څخه يې غوښتنه وکړه چي د نوي رئيس سره دي هم د چارو د سمون په موخه هر اړخيزه همکارۍ ترسره کړي.
هغه وویل، د دې سيمي اوسېدونکي زياتو ستونزو ځپلي دي، نو باید د قانون په رڼا کي د هغوئ ستونزي حل او په دغه برخه کي پوره هلي ځلي وکړي.
دغه راز نوي ټاکل سوي رئیس دوست محمد ناياب هم وویل، چي تر خپله وسه به د اولس خدمت د قانون په رڼا کي ترسره کوي.
نوموړي د مرکزي او ولايتي ادارې څخه مننه وکړه چي پر ده يې باور کړی او دغه دروند مسؤليت يې ورته سپارلی دی.
هغه وویل، د داخلي بې ځایه سوو او بیرته راستنېدونکو کډوالو په اړه به دقیقه احسایه راټولوي تر څو لازمي مرستي ورته راجلب کړي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست ته په داسي حال کي نوی رئیس ډاکټل کیږي چي په دغه ولایت کي اکثره وخت کډوال او بې ځاسوي کورنۍ شکایت کوي چي دولت ورته پاملرنه نه کوي او ستونزي یې نه ورته حلوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون