ملګري ملتونه: د سیاسي خبرو له لاري د افغان جګړې پای نږدې سوی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یامموتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کي د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي چي د سیاسي مذاکراتو پر مټ د افغان جګړې پای نږدې سوی دی او ښايي افغانان دایمي سولي ته ورسیږي.

دده په خبره دمګړی د سیمي هېوادونه او امریکا هڅه کوي چي په افغانستان کي روانه جګړه د خبرو له لارې حل سي.

هغه ټینګار کړی چي د افغان جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لار د سولي خبري دی او ټول باید له دغه پروسې ملاتړ وکړي.

یاممتونو پر طالبانو هم ږغ کړی چي له افغان حکومت سره د سولي خبري پيل کړي او په دې توګه په افغانستان کي روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

هغه ویلي چي روان کال د جګړې له امله د افغانانو د مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده خو په دې اړه یې دقیق ارقام نه دي وړاندي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...