وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کي ویلي وه، چي له امریکا سره به یې د افغان جګړې په اړه خبري درې ورځي دوام وکړي.
رویټرز خبري اژانس هم د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چي په دغه غونډه کي د قطر دفتر استازي او همدا راز د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د زوی ملا یعقوب دوه استازي ګډون لري.
بل پلو د سولي او افغانستان د مسایلو ځيني څارونکي په دغه غونډه کي د افغان حکومت نه ګډون د اندیښني وړ بولي.
واشنګټن میشتی سیاسي څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، دا چي طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره وګوري د اندېښنې وړ مسئله ده.
دده په خبره که طالبان رښتیا غواړي جګړه ختمه کړي نو باید له افغان حکومت سره خبري وکړي او امریکا ته هم په کار ده، چي د دواړو لورو ترمنځ د لیدنو او خبرو زمینه برابره کړې.
دده په خبره طالبان اړ دي چي له افغان حکومت سره خبري وکړي ځکه هغه یو رسمي او په نړیواله کچه د درناوي وړ حکومت دی او طالبان له دې حقیقت سترګي نه سي پټولای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون